Dd

وینډوز ۷ کې پښتو

18.03.2012 08:08


هغه کمپيوټرونه چې پښتو نه ليکي يا هم پښتو ليکنه نه ښيي پر نه څه حساب دي، راځئ چې خپل کمپيوټرونه پرته له کومې ستونزې يوازې د موږک په څو واره کليکولو سره په پښتو ليکلو اړباسو،

Windows 7

که ٧ وينډوز کاروئ د پښتو کولو لپاره يې لاندنۍ لارښوونې په غور وڅارئ:
١.  Control Panel او په نوموړې کې Region and Language کليک کړئ.
٢.  ورپسې Keyboards and Languages  ټب په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ:

 

 

  ٣.  پر درېيم ګام  Change keyboards تڼۍ ته ټک ورکړئ.
٤.  ورپسې Add تڼۍ کليک کړئ او له پرانيستل شوي ليست څخه  (Pashto (Afghanistan  په نښه کړئ لاندني شکل ته وګورئ: 

٥.  د OK تڼۍ کليک کړئ او پر پرده ټولې غوړېدلې پاڼې وتړئ.
اوس ستاسو کمپیوټر پښتو لیکلی شې.

 

له افغانسافټ په مننې

hameedkhan 08.04.2013 11:26

دیره مننه خپله پښتو راته کمیوتر کی تا وشوله دییییییره مننننننننه

عزیزالرحمان 18.12.2012 11:31

افغانستان زمونږه ګران هیواد دی ، او خپل وطن ســـــــــــــره ډیره مینه لرو ، مننه

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.
Free Hit Counters
Free Hit Counter دا موضوع په ټولنیزو ویب پاڼو نشرولو لپاره د Shareتڼۍ کیکاږئ